سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:امریکا د هیوادونو ترمنځ د جګړې مخالف دی

زلمی خلیلزاد:امریکا د هیوادونو ترمنځ د جګړې مخالف دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هند ترمنځ د جوړجاړي او اوربند په تړاو د ټرمپ اداره ستایلي او د هغوی هڅې یې ګټورې بللې.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ټرمپ اداره د دغې تړون د اسانتیا لپاره د اعتبار وړ ده او امریکا تل هڅه کوي چې د جنګ مخه ونیسي.

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د هند او پاکستان ترمنځ د څو ورځو تاوتریخوالي وروسته د اوربند موافقه وشوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here