سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي د فوري اوربند پرېکړه...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي د فوري اوربند پرېکړه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړې چې اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي د فوري اوربند پرېکړه کړې ده.

هغه ویلي، پاکستان تل د سیمې د سولې لپاره هڅه کړې، پرته له دې چې د خپلې خاورې پر حاکمیت معامله وکړي.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان کړی و چې دا اوربند د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوی دی.

دغه اوربند په داسې حال کې شوی چې تېرو څلورو ورځو کې دواړو هېوادونو یو بل ته توغندیز او ډرون بریدونه کړي وو.

راپورونه ښيي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۶ ملکي وګړي د دواړو خواوو پر پوله وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here