د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپلو هندي او پاکستاني سیالانو، محمد اسحاق ډار او جې شنکر سره په جلا جلا ټیلیفوني اړیکو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.
روبیو له نوې ډیلي او اسلاماباد غوښتي چې د ترینګلتیا د کمولو لپاره جدي هڅې وکړي او د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز د جګړې د مخنیوي او د وضعیت د ارامولو په موخه د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د واشنګټن د همکارۍ وړاندیز هم کړی دی.

