د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ روانه شخړه د اندېښنې وړ ده.
نوموړي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا جګړه اوس خطرناک پړاو ته رسېدلې ده.
هغه ویلي: «دواړه هېوادونه اوس خپل حیاتي نظامي تاسیسات د برید د هدفونو په لیست کې شاملوي. دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.»
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوس مهال هند او پاکستان په یو بل بریدونو ته زور ورکړی.

