سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼههندۍ ورځپاڼه:هند ۳۲ هوايي ډګرونه په لنډمهالي ډول تړلي دي

هندۍ ورځپاڼه:هند ۳۲ هوايي ډګرونه په لنډمهالي ډول تړلي دي

د «ده هندو» ورځپانې د راپور له مخې، د هند د هوایي ډګرونو ادارې د دې هېواد په ۳۲ هوايي ډګرونو کې د موقتي تړل کیدو امر کړی دی.

دغه اقدامات په شمالي او لوېدیځ هند کې د هوايي خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، د تړل شویو ډګرونو د فعالیت بیا پیلولو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا ډګرونه داسې مهال تړل کېږي، چې پاکستان او هند پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی.

پاکستان هم تر غرمې پورې د خپل هېواد هوايي حریم د هر ډول الوتنو پرمخ تړلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here