پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د سقوط ترمخه د پرلپسې معلوماتي بریدونو لاندې و، چې ځینو رسنیو او شبکو په لوی لاس د نظام د بدنامۍ لپاره ناسم او تحریف شوي معلومات خپرول.
نوموړي دا څرګندونې په خپل تازه پودکاست کې کړې، چې مخابراتي موضوعاتو ته ځانګړی شوی.
هغه ویلي، دغو شبکو هڅه کوله د ملي ځواکونو روحیه زیانمنه کړي، خلک د نظام پر ضد راوپاروي او ولسي ذهنیت بدل کړي.
ښاغلي غني زیاته کړې د ناسم، فاسد او تخریبي معلوماتو یوه پراخه شبکه فعاله وه، چې په زرګونو پیغامونه یې د ملي ځواکونو پر ضد خپرول.
نوموړي همداراز ویلي، که څه هم په هېواد کې د بیان ازادي موجوده وه؛ خو ډېری رسنیو له مثبتې ازادۍ ناوړه استفاده کوله، د ملي یووالي پر ضد یې فعالیت کاوه، او د ولس او حکومت ترمنځ یې بېباوري زیاتوله.

