د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاقډار، د هند وروستي بریدونه شرموونکی جنایت بللی او ویلي یې دي، چې دا کړنې دواړه اټومي ځواک لرونکي هېوادونه د لویې جګړې تر پولو رسولی شي.
ده ویلي، هند قصداً ملکي خلک، جوماتونه، او د برېښنا پروژه په نښه کړې او دا هر څه د نړیوالو کنوانسیونونو ښکاره نقض ګڼل کېږي.
هغه دغه راز ویلي، چې هند د کشمیر د پېښې په اړه د بې لورې څېړنې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

