د نړۍګرځندوی او سفر یوه مشهور وېبسایټ افغانستان د نړۍ د تر ټولو خطرناکو هېوادونو په سر کې ځای پر ځای کړی او ویلي یې دي چې د خراب امنیتي وضعیت له امله باید هېڅوک دې هېواد ته سفر ونهکړي.
بلاروس، ایران، روسیه، سوریه، یمن او نور هېوادونه هم له افغانستان وروسته په دې لېست کې شامل دي.
یاد وېبسایټ خبرداری ورکړی چې سفر دې هېوادونو ته نه یوازې خطرناک دی، بلکې د مسافرت بیمه هم باطلوي او د قونسلګرۍ مرستې محدودوي.
د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت شته؛ خو نړیوالو لکه امریکا، بریتانیا او کاناډا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د تښتونې، ترهګریزو بریدونو او نیونې له وېرې دې هېواد ته سفر ونهکړي.

