د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د هند له لوري د ترسره شویو راکټي بریدونو په پایله کې ۸ پاکستاني ملکیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي، چې هند شپږو بېلابېلو سیمو کې ۲۴ بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې یوه درې کلنه نجلۍ، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او دوې ښځې شاملې دي.
چودري زیاته کړې چې دا بریدونه پر جوماتونو هم شوي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې پاکستان به ورته مناسب ځواب ورکړي.

