یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهرویټرز:د کشمیر نیلم درې کې د جګړې له ویرې یو شمېر کورونه...

رویټرز:د کشمیر نیلم درې کې د جګړې له ویرې یو شمېر کورونه خرڅلاو ته وړاندې شوي

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د هند کشمېر کې تر برید وروسته؛ اوس نېلم درې کې کورونه او بېړۍ په اویا سلنه تخفیف خرڅلاو ته وړاندې شوي.

سرچینه زیاتوي، اوس مهال هلته د سیلانیانو ورتګ کم شوی او د ازاد کشمېر لوري ته د سیلانیانو یو مهم ځای تړل شوی.

سرچینې دغه راز رویټرز ته ویلي، چې د دغه سیمې اقتصادي حالات پر ګرځندوی ولاړ دی؛ خو تر برید وروسته هلته هر څه پیکه شوي.

بل لورته پاکستاني لوري هم کورنیو، د بېړیو او هوټلونو څښتنانو ته د احتیاط سپارښتنه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here