پروان کې یو پخواني نظامي د بد اقتصادي وضعیت له کبله ځان وژنه کړې.
یو شمېر سرچینو ویلي، چې دا سړی جبل السراج ولسوالۍ د صفيخېل ګلبهار اوسېدونکی وو.
د معلوماتو له مخې، د نوید په نوم دغه پخوانی سرتېري د نظام له پاشل کېدو وروسته ایران او ترکیې ته هم تللی وو.
د یادونې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې بند پخواني نظامي کسان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

