د بلخ ولایت د طالبانو ولایت مقام په یوه اعلامیه کې له ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د طالبانو له غړو او مسوولینو غوښتي چې خپلې بېسنده وسلې، زغروال وسایط او تور ښیښهلرونکي موټرونه د دې ولایت د پولیسو قومندانۍ د ډایاک مدیریت ته تسلیم کړي.
اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده د حکم پر اساس ترسره کېږي.
همداراز یادونه شوې چې هغه طالب غړي چې تصفیهیې تایید شوې، کولای شي وسلې د ثبت لپاره د ډایاک ادارې ته راوړي.
د طالبانو چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه وسایط او وسلې چې ثبت نه وي، په تلاشۍنقطو کې به کس درول کېږي او وسله به یې ضبط کېږي.
همداراز، په موټرونو کې د غیر ضروري انتنونو، نظامي نښو او علایمو نصب منع اعلان شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والې غلاوې او چریکي بریدونه زیات شوي دي.

