د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جنوبي آسیا پر روان کړکېچ خبرې کړې دي.
شهباز شریف د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سولې هڅې ستایلې او د شخړې د کمولو هرکلی یې و
کړی.
هغه هند د شواهدو په نه وړاندې کولو، جګړهپارۍ او د اقتصادي فشار په هڅو تورن کړ.
ګوتیریش هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان او هند ترمنځ وضعیت د خطر له کرښې تېر شوی، او دواړو خواوو ته یې د “اعظمي زغم” غوښتنه کړې.

