د ازادۍ جبهې د سویس لهخوا د قوم پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو طرحه غندلې ده.
یادې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کډوالو سره یواځې د قومي تړاو پر بنسټ چلند د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دی.
دغې جبهې له سویس څخه غوښتي چې د دې مسلې په تړاو شفاف وضاحت ورکړي، او له خپلو بشري ژمنو سره سم، دې ته پام وکړي چې دا ډول اقدامات د افغانانو په نړیوال ذهنیت کې اندېښنې او مغشوشي پیدا کوي.
د یادونې ده چې د سویس د یوې ادارې له لورې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د پښتنو کډوالو د ایستلو طرحه له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.

