ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي به د روانې میلادي میاشتې په ۸مه نېټه هند ته سفر وکړي.
هند کې د ایران د سفارت ویلي چې عراقچي به په دې سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې پر حالاتو هم خبرې اترې وکړي.
بلخوا عراقچي دا مهال په پاکستان کې دی او هلته یې د خپلو څرګندونو پر مهال ویلي، چې ایران چمتو دی ترڅو د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ روانو کړکېچونو کې د منځګړي رول ولوبوي.

