په اسلاماباد کې د روانپوهانو ملي کنفرانس کې د پاکستان متخصصینو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې جګړهپارونکې بللې او ویلي چې هغه ذهني ناسم توازن لري او باید رواني ارزونه یې وشي.
دوی خبرداری ورکړ چې د مودي ویناګانې د سیمې د میلیونونو خلکو رواني سلامتۍ ته خطر پېښوي.
د کنفرانس ګډونوالو ټینګار کړی چې د پاکستان ولس له پرلهپسې طبیعي ناورینونو، ترهګرۍ، اقتصادي ستونزو او نورو رواني ټپونو سره سره، لا هم پیاوړی زغم ښودلی؛ خو دوامدار رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په پهلګام کې له ترهګریز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ زیات شوی او پاکستان وارخطا دی چې هند پرې برید ونه کړي.

