وروسته له هغې چې د سویس یو شمېر افشا شویو اسنادو څرګنده کړه، چې دا هېواد غواړي د طالبانو تر واک لاندې د کم ګواښ له امله پښتانه پناهغوښتونکي له خپلې خاورې وباسي، پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.
د جمهوري نظام پخواني والي محمد حلیم فدايي دا طرحه توپیري، خطرناکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.
نوموړي ویلي، چې طالبان یوازې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او نه باید د پښتون قوم استازولي ور په غاړه شي.
ښاغلی فدايي زیاتوي، چې طالبانو د پښتنو مخکښ مشران وژلي او د جمهوري نظام پر ضد یې جګړه کړې ده.
بل لورته ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له سویس د یادې پرېکړې وضاحت غوښتی او دا یې د بشري او کډوالۍ نړیوالو کنوانسیونو خلاف بللې ده.

