د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یو رسمي سفر په ترڅ کې اسلاماباد ته رسیدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې نوموړی به د پاکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او ولسمشر سره مهمې لیدنې وکړي.
یاد سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او سیمهییزو مسایلو د بحث لپاره ترسره شوی دی.

