د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په تلیفوني خبرو کې څرګنده کړې چې مسکو تیار دی تر څو د اسلاماباد او نويډیلي ترمنځ د کشمیر پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د زیاتېدو موضوع ته جدي پاملرنه شوې ده.
لاوروف ویلي، که هند او پاکستان دواړه وغواړي، روسیه اماده ده چې د کشمیر د پهلګام تروریستي پېښې وروسته رامنځته شوې سیاسي وضعه حل کړي.
دغه تلیفوني خبرې له هغه وروسته ترسره شوې چې لاوروف دوه ورځې مخکې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سوبرامانیام جېشنکر سره هم خبرې کړې وې.

