کرملین اعلان کړی چې د چین ولسمشر شي جینپینګ به د روانې ثور میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰مې نېټې روسیې ته سفر وکړي او د نازي آلمان پر وړاندې د بریا د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې به له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګډون وکړي.
دا مراسم چې د دویمې نړیوالې جګړې د پای نمانځنه ده، په داسې حال کې ترسره کېږي چې د چین او امریکا ترمنځ سوداګریز کړکېچونه زیات شوي دي.
هممهاله روسیې د یادې ورځې په ویاړ په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو مشران د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي او یو شمېر دوهاړخیز تړونونه هم لاسلیک شي.
که څه هم چین ځان د اوکراین جګړه کې بېطرفه بولي؛ خو لویدیځ هېوادونه په دغه هېواد تور لګوي چې له مسکو څخه غیرمستقیم ملاتړ کوي.

