د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس، رحمتالله نبیل، د طالبانو پر فکر او لید نیوکه کړې او د دې وضعیت تمثیل یې د دوو ونو له لارې کړی.
ښاغلي نبیل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:«ونه، سیوری دی د هغو خلکو لپاره چې ویښ دي، پوښتنې کوي، د پوهې، خبرو او بدلون تږې دي؛
بله ونه، پناه ده د چوپ، بېغږه، بېپوښتنې او رعیتصفتو پسونو لپاره.»
نوموړي ویلي:«طالبفکر غواړي د افغانستان راتلونکی داسې وي چې خلک یې یوازې ووسي، نه پوه شي، نه پوښتنه وکړي، نه احساس ولري، نه راپورته شي؛ یوازې مطلق اطاعت کوونکي، لکه بېارادې رمې؛ خو ژوندی ملت هغه سیوری غواړي چې فکر پکې وده وکړي، حق پکې شکل واخلي، او انسان پکې د یوه ښاري وګړي په توګه ژوند وکړي؛ نه ړوند تابع، نه زنځیري رعیت.»
نبیل ټینګار کړی چې سیوری که یو هم وي، دا چې تر هغه لاندې څه شنه کېږي، دا د فکر او ارادې توپیر ټاکي.

