د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ویلي، هغه پلان به د افغانستان لپاره بریالی وي چې واضح، ټولشموله او د خلکو پر محوریت وي.
هغې ویلي، چې افغانان نور له هغه پرېکړو ستړي شوي دي، چې د بندو دروازو تر شاه کېږي او یوناما باید د افغانانو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړې دا څرګندونې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د استازولۍ څوکۍ د سپارلو د راپورونو په غبرګون کې کړې دي.
د یادونې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسني استازي نصیراحمد فایق هم ویلي چې تر اوسه له طالبانو سره د افغانستان دایمي استازولۍ د څوکۍ د سپارلو په اړه نه کومه توافق شوی او نه هم کومه طرحه شته.

