جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند بخښنې نړیوال سازمان:د بیان ازادۍ له پلوه افغانستان په بدترین ځای...

د بخښنې نړیوال سازمان:د بیان ازادۍ له پلوه افغانستان په بدترین ځای کې دی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو لاهم د رسنیو پر وړاندې بندیزونو او دغه راز د خبریالانو ځورولو او نیولو ته دوام ورکړی.

یاد سازمان ویلي، چې افغانستان د بیان ازادۍ په برخه کې د ټولو هېوادونو ترمنځ په بدترین ځای کې دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، ګڼې رسنۍ دغې ډلې د دې لپاره تړلي، چې د دوی پر سیاستونو یې نیوکه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې پر ټلویزوني رسنیو د ساکښو تصویر بندول هم رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې د رسنیو سیاسي خپرونې هم تر امر ثاني بندې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here