شنبه, مارچ 21, 2026
Homeکورپاڼهعباس عراقچي:ایران باید د اټومي سون‌توکو له بشپړې دورې برخمن وي

عباس عراقچي:ایران باید د اټومي سون‌توکو له بشپړې دورې برخمن وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ بشپړ حق لري.

نوموړي پر ایکس لیکلي، چې ایران باید د اټومي سون‌توکو له بشپړې دورې برخمن وي.

عراقچي زیاته کړې، چې څو هېوادونه د NPT غړي دي، خو له غني‌سازۍ کار اخلي، نو ځکه باید له ایران سره توپیري چلند ونه شي.

هغه د امریکا له‌خوا د تحریکوونکو څرګندونو پر ځای د عادلانه چلند او قوي سیاسي ارادې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې یوه معتبره هوکړه لا هم شونې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here