د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني وياند صدیق صدیقي د ملګرو ملتونو پر هغو راپورونو سخت غبرګون ښودلی چې ګواکې دا سازمان هڅه کوي د افغانستان څوکۍ سهیل شاهین ته، چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو لپاره نوماند شوی، وسپاري.
ښاغلي صدیقي پر خپله ایکسپاڼه ليکلي: «هر ډول تعامل، د خبرو اترو پيل او سياسي بهير له طالبانو سره، يوه نامشروع امتياز ورکونه او د افغان ولس سره خيانت دی؛ هغه ولس چې د طالبانو تر استبداد، ظلم او وېرو لاندې ژوند کوي.»
نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو څوکۍ مشروعو حکومتونو ته سپارل کېږي، نه ترهګري شبکو ته.
تر دې وړاندې یو شمېر سرچينو رسنیو ته ويلي وو چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځینو ډيپلوماټانو د افغانستان لپاره د يوه نوي سياسي چوکاټ د جوړېدو په لړ کې له سهیل شاهین سره د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په تړاو خبرې کړي دي.

