د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، پاکستان تر اوسه له طالبانو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې بریا نه ده ترلاسه کړې.
هغه تورخم کې د بار وړونکو لاریو د بندېدو یادونه کړې او ویلي یې دي، دا وضعیت د دواړو خواوو خلکو شتمنۍ له منځه وړي.
نوموړی زیاتوي، تر هغه چې په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي فکر له پوځي سیاست څخه نه وي جلا شوی، ناسمې پالیسۍ به دوام ولري.

