د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، که له جنوبي افریقا د نژادي اپارتاید پر ضد بریالۍ مبارزې الهام اخلو، باید په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر ضد هم ولسي، منظمې او اوږدمهالې مبارزې ته چمتو شو.
ښاغلي فضلي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې اوسني پروژهیي اقدامات مؤثر نه دي او یوازې سوداګریز اعلانونه دي.
نوموړی وایي:«که غواړو له جنوبي افریقا د نژادي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې څخه الهام واخلو او خپل هیواد کې د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې مبارزه وکړو، نو باید لومړی پروژو ته “نه” ووایو؛ بیا ولسي، اوږدمهاله، منظمې او پوره ژمنتیا سره مبارزې ته چمتووالی او حوصله ولرو.»

