د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، چې موږ هیله لرو چې له امریکا سره اړیکې په تدریجي ډول پراخې شي.
نوموړي دا څرګندونې الجزیره شبکې سره په تازه مرکه کې کړې دي.
متقي ویلي، که د افغانستان اوسني واقعیتونه د ناسمو تبلیغاتو پر ځای په پام کې ونیول شي، نو د اړیکو د ښهوالي لپاره واقعي فرصت رامنځته کېدای شي.
هغه زیاته کړه چې نه غواړي د تېرو کلونو ترخې تجربې تکرار شي.
د نوموړي په وینا، عمومي عفوه اعلان شوې او اوس افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چیرته چې حکومت د خلکو استازیتوب کوي.
متقي دا هم ویلي، چې په هېواد کې کومه منظم اپوزیسیون یا مخالفه ډله نه شته.
نوموړي پر افغانستان لګول شوي بندیزونه ناعادلانه بللي او ټینګار یې کړی چې باید د قانوني سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو لپاره دا بندیزونه لرې شي.

