د غور طالب چارواکي وايي، چې د عابدې په نوم مېرمن د اجباري واده له امله نه، بلکې له خاوند سره د څلور کلونو شخړو له امله ځان وژنه کړې.
دوی ویلي، کله چې د دوی دوسیه تر محکمې ورسېده، نو درې ګونو محکمو د کره شواهدو او اسنادو له ارزونې وروسته، خپله فیصله اعلان کړه، چې پکې د دې مېرمنې د خاوند په ګټه تمامه شوه، خو د دوی په وینا، دې مېرمنې د محکمې د حکم له تطبیق څخه لا مخکې ځان ته اور اچولی او مړه شوې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وياند سيف خېبر ويلي، چې په غور کې عابدې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان ته اور اچولی.
هغه زياته کړې، چې پېښه د طالبانو له غړو سره تړاو نه لري او دا موضوع د بهرنیو استخباراتو لخوا طالبانو پورې تړل شوې.
بل لورته د عابدې کليوالو بيا د پېښې پر مهال ويلي و، چې کورنۍ يې غوښتل هغه د طالبانو يو غړي ته په نکاح ورکړي او وروسته له هغه چې طالب جنګياليو د هغې د وړلو لپاره کور محاصره کړ؛ نو عابدې ځانته اور واچوه.

