د پاکستان د پلان جوړونې وزير احسن اقبال ويلي، چې هند نشي کولای له اندس د اوبو له تاريخي تړون څخه يو طرفه وتل اعلان کړي.
نوموړي دا څرګندونې په دوبۍ کې د پاکستان د قونسلګرۍ لهخوا یوې جوړې شوې غونډې ته کړې.
هغه ويلي، نړيوال بانک د تړون تضمين کوونکی دی او د دې مسؤليت لري چې د تړون پلي کېدل يقيني کړي.
اقبال زياته کړې چې پاکستان به دیپلوماتيکې هڅې جاري وساتي او د اوبو پر حق به هېڅ ډول معامله ونه کړي.
نوموړي د هند وروستيو تحريکاتو ته په اشارې سره ويلي، که هند تېری وکړي؛ نو زيات تاوان به هم دوی وويني.

