د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نن د پلازمېنې دمشق ته نږدې د وسلهوالو بریدونو له امله ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
دغه وزارت ویلي، یاغي ډلو د صحنایا سیمې پر حکومتي پوستو او امنیتي مرکزونو بریدونه کړي دي.
راپورونه وايي، نښتې د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو او د درزي اقلیت ترمنځ پیل شوې وې.
سره له دې چې سهار وختي د سولې د یوې هوکړې خبر ورکړل شوی و؛ خو نښتې لا هم دوام لري.

