جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانطالبان: د عمان له زندانونو مو شپږ تنه افغانان راخوشې کړه

طالبان: د عمان له زندانونو مو شپږ تنه افغانان راخوشې کړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان له زندانونو څخه شپږ افغان بندیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د عمان د پادشاه سلطان هیثم بن طارق آل سعید له خوا د کوچني اختر په مناسبت شوې وه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د خوشې شویو بندیانو شمېر نهه و، چې له هغوی شپږ تنه ازاد شوي، او پاتې درې نور به هم ډېر ژر خوشې شي او افغانستان ته ستانه شي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښکارندوي کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here