جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو پراختیايي اداره:پر افغانو ښځو محدودیتونه به د افغانستان اقتصاد...

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره:پر افغانو ښځو محدودیتونه به د افغانستان اقتصاد ته تر ۹۲۰ میلیونه ډالرو زیان ورسوي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دوامدار محدودیتونه به د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د هېواد اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان واړوي.

راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د سختو محدودیتونو ترڅنګ، له یوه ژور اقتصادي او ټولنیز بحران سره مخ دی.

راپور زیاته کړې، د کار فرصتونو کمښت او پر وارداتو تکیه د اقتصادي ضعف عمده عوامل دي.

راپور همداراز څرګندوي چې د ښځو د زده‌کړې او کار پر وړاندې خنډونه د جنسیت واټن پراخ کړی او هغوی یې فقر او ټولنیز محرومیت ته ورټېل وهلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here