امریکایي رسنیو په امریکا کې د مېشت پخواني افغان سرتېري، عبدالرحمن وزیري، د وژنې راپور ورکړی دی.
هغه د ټکساس ایالت د هیوستون ښار په یوه استوګنیز کمپلکس کې د موټر پارک کولو پر سر له یوه کس سره لفظي شخړه کړې، چې په پایله کې پرې ډزې شوې او وژل شوی دی.
نوموړی له خپلې مېرمن او دوو کوچنیو لوڼو سره هلته اوسېده.
د هغه ورور وایي، وزیري له ځانګړو ځواکونو سره کار کړی و او دوی امریکا ته د امن لپاره راغلي وو؛ خو اوس هم خوندي نه دي.
پولیسو ویلي، شکمن کس خپله تسلیم شوی، وسله یې ضبط شوې او پلټنې ترې روانې دي.

