وروسته له هغې چې د کشمیر په پېښه کې ۲۶ تنه ووژل شول او د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت ارامولو لپاره ډیپلوماټیک گامونه پورته کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، دا هڅې د دې لپاره کېږي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو مخنیوی وشي او دواړه هېوادونه د زغم له لارې ستونزې حل کړي.
امریکا د اپرېل ۲۲مې د پهلګام پېښې د پلټنو لپاره پر بېطرفه نړیوال تحقیق هم ټینګار کړی، کوم چې پاکستان هم ورته چمتووالی ښودلی.
د هند او پاکستان اړیکې تر دې پېښې وروسته خرابې شوې دي؛ خو واشنګټن وایي چې له دواړو هېوادونو سره تماس لري او د سیمې ثبات ته ژمن دي.

