په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو له دفتره سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، ټام فلېچر، پرون کندهار ته سفر کړی دی.
نوموړي په دې سفر کې د بشري مرستو پر روان وضعیت خبرې کړې او ځینې روغتیايي مرکزونه یې هم لیدلي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، فلېچر د کندهار د طالبانو له والي ملا شیرین اخوند سره هم لیدلي دي.
د کندهار طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.

