د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد د سخت غبرګون لپاره پیاوړی هوډ لري.
نوموړي دا څرګندونې د امنیتي کابینې په یوه مهمه غونډه کې کړې، چې پکې د دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د ګډو ځواکونو مشر او د پوځ لوړپوړي افسران برخهوال وو.
مودي ټینګار کړی چې وسلهوالو ځواکونو ته بشپړه آزادي ورکړل شوې چې د غبرګون ډول، هدف او وخت خپله وټاکي.
له بلې خوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ خبرداری ورکړی چې هند ښايي د پهلګام پېښې په پلمه په راتلونکو ساعتونو کې پوځي برید وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ویلي، چې پاکستان به هر برید ته لوټه په ډبره ځواب ورکړي.

