د هند د کلکتې ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه هوټل کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې ۱۵ تنه وژل شوي دي.
سیمهییز چارواکي وايي، ډېری قربانیانو د خپلو خونو دننه د ساه بندېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی، او یو تن هغه مهال مړ شوی چې له شپږ پوړیزې ودانۍ څخه یې ځان غورځولی و.
د اور لګېدنې علت تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي چې څېړنې پیل شوي دي.
یاد هوټل «ریتوراج» نومېږي او د ښار په یوه له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې موقعیت لري.

