د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوې پوستې اشپز پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
سیمهییزې سرچینې وایي، پېښه نن د پیټلو سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، لومړی د دوی ترمنځ لفظي شخړه شوې، چې وروسته اشپز د طالبانو د خوب کوټې ته ورغلی او پر هغوی یې ډزې کړې.
دغه پېښه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې، اشپز د طالبانو له لوري نیول شوی.

