د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې د بادامو بڼونه جوړ کړي.
دوی ویلي، چې دا کار یې له یوې خوا د چاپېریال ساتنې او شنو سیمو د پراخولو لپاره ګټور ګڼل کېږي، او له بلې خوا خلکو ته دوامداره عاید او کاري بوختیا برابروي.
د ځایي باغوانانو په وینا، تر اوسه په دې غرنیو سیمو کې له ۲۰ زیات بڼونه جوړ شوي او شاوخوا ۲۰،۰۰۰ بادامو نیالګي پکې کرل شوي دي.
د خوست د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح رسنیو ته ویلي، چې تڼي، نادرشاه کوټ او کربوزه هغه ولسوالۍ دي چې د بادامو د کرلو لپاره ښه اقلیم لري، او که بزګران او اړوندې ادارې ګډ کار وکړي؛ نو خوست به د کرنیز اقتصاد له مخې پراخ پرمختګ وکړي.

