د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی چې د بندر عباس په رجايي بندر کې شوې چاودنه د خوندیتوب د مقرراتو د نه رعایت او بېپروايۍ له امله رامنځته شوې.
مومني ویلي، چې ددې پېښې په تړاو تورن کسان پېژندل شوي او احضار شوي دي.
دا چاودنه چې د شنبې په ورځ وشوه، تر اوسه یې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې ټپیان کړي دي.
د هرمزګان ولایت چارواکو ویلي، اور لا هم بشپړ نه دی مړ شوی، او د اور وژنې هڅې روانې دي.
د ایران ولسمشر او د ستر مشر آیتالله خامنهاي له لورې د پېښې د څېړنې امر شوی، او سیمهییز چارواکي وايي چې څېړنه روانه ده.

