یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeکورپاڼهمحمد سراج:د رجايي بندر د چاودنې تر شا د اسراییلو لاس دی

محمد سراج:د رجايي بندر د چاودنې تر شا د اسراییلو لاس دی

د تهران د خلکو استازي، محمد سراج، د رجايي بندر د وروستۍ چاودنې په اړه ویلي چې دغه پېښه تصادفي نه ده او ښکاره نښې د اسراییلو د لاس وهنې پکې لېدل کېږي.

سراج د «رکنا» خبري سایټ سره مرکه کې ویلي:«کله چې په څلورو جلا نقطو کې هممهاله چاودنې رامنځته شي، دا ښيي چې چاودېدونکي توکي له وړاندې په کانټینرونو کې ځای پر ځای شوي وو.»

نوموړي زیاته کړې چې کانټینرونه یا د صادرونکي هېواد له لوري، یا د ترانسپورت پر مسیر کې، او یا هم د داخلي عناصرو له خوا له چاودېدونکو موادو ډک شوي وو.

د سراج په وینا، د برید کوونکو له خوا د کانټینرونو د بندر ته د رسېدو دقیق وخت محاسبه شوی و، څو له دې لارې تر ټولو زیات زیان واړوي.

د یادونې ده چې دغې چاودنو ۱۸ تنه وژلي او له زرو زیات کسان یې ټپیان کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here