د مشرانو جرګې پخواني مشر، فضل هادي مسلمیار، د ثور د اوومې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې خونړۍ او د ټولو بدبختیو د پیل ورځ وه.
ښاغلي مسلمیار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په دې ورځ د افغانستان د لومړني جمهور رئیس، سردار محمد داوود خان، پرضد خونړۍ کودتا وشوه.
هغه ویلي، چې له همدې تورې او خونړۍ کودتا وروسته په هېواد کې د جګړې اور بل شو، چې له امله یې زموږ ډېری هېوادوال شهیدان، معلول او حتی مهاجرت ته اړ شول.
نوموړي زیاته کړې، «شهید سردار محمد داوود خان د افغانستان لپاره یو نه تکرارېدونکی ولسمشر و. هغه د هېواد د بیارغونې، طبیعي زېرمو د ساتنې، اوبو مهارولو، زراعت، اقتصاد، روغتیا، او پر ځان د بسیا افغانستان لپاره د ستر حیاتي پروژو بنسټګر و.»

