د سوريې د انتقالي حکومت د بهرنيو چارو وزير اسعد حسن الشیباني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په خپل لومړي ګډون کې ځان د سوريې نوی استازی معرفي کړ.
الشيباني ټينګار کړی چې د بشار اسد د رژيم کړنو د سیمې بېثباتۍ ته لاره هواره کړې وه او اوسنۍ سوریه د هېڅ هېواد، حتی د اسراییلو لپاره هم ګواښ نه دی.
نوموړي همداراز ویلي، چې د شيميایي وسلو د مخنيوي له سازمان سره د نوې سوريې همکاري مثبته ده.
د یادونې ده چې له دې وینا وړاندې، د احمد الشرع حکومت نوی ملي بيرغ هم د ملګرو ملتونو په مقر (نيويارک) کې ورپول شو.

