د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د هند تر واک لاندې د کشمير په پهلګام سيمه کې وروستی وسلهوال بريد چې له امله يې ۲۶ ملکي وګړي ووژل شول، غندلی.
بلخي ویلي، چې دا ډول بريدونه کولای شي د سيمې ثبات او امنيت له خطر سره مخ کړي.
نوموړي لیکلي: «د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د پهلګام په سيمه کې پر سيلانيانو وروستی بريد په کلکه غندي.»
د طالبانو حکومت داسې مهال دا څرکندونې کوي، چې تر دې وړاندې دوی پخپله د ورته بريدونو مسؤلين پاتې شوي دي.

