هندي رسنيو راپور ورکړی چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر پت پلوامه او اننتناګ سیمو کې د دوو شکمنو کسانو کورونه د چاودېدونکو موادو په وسیله ويجاړ شوي دي.
دا کسان، چې نومونه یې عادل تاکر او آصف شيخ یاد شوي، په دې تورن دي چې د لشکر طيبه وسلهوالې ډلې غړي دي او په دې وروستيو کې د پهلګام په سيلانيزه سيمه کې د خونړي بريد سره تړاو لري.
که څه هم د هند حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه څه نهدي ويلي؛ خو هندي رسنيو راپور ورکړی چې «د لشکر طيبه د هغو دوو ترهګرو کورونه چې د پهلګام بريد کې شکمن بلل کېږي، په پلوامه او اننتناګ کې ويجاړ کړل شول.»
دغه اقدامات داسې مهال ترسره کېږي چې د اپرېل په ۲۲مه د پهلګام په سيمه کې يو خونړی بريد وشو، چې له امله يې ۲۶ تنه هندي وګړي، ووژل شول.

