د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، تېرو درې لسیزو کې یې له ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی، چې دا یو تر ټولو کثیف کار دی.
نوموړي ویلي، چې دا کار یې د غرب په اشاره کړی.
هغه له سکای نیوز سره خبرو کې ویلي: «موږ درې لسیزې د امریکا او بریټانیا په ګډون د لویدیځو هېوادونو لپاره دا ناپاک کارونه کړي دي.»
اصف دغه چاره د پاکستان ستره “تېروتنه” بللې او په خبره یې له همدې امله یې ډېر زیان هم لیدلی دی.
اصف دا څرګندونې داسې مهال کوې، چې د هند کشمېر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته پاکستان د هند له سختو فشارونو سره مخ دی.

