د دولت په چارو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري، ویلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو (POR) لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې تر دې وروسته به په جبري ډول د دغو کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۱۳ ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۱۳۰ زره کډوال را اېستل شوي دي.

