د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې هېواد یې هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام پر سر د وضعیت له جدي خرابوالي څخه مخنیوی وکړي.
هغې ټینګار کړی چې دا موضوع باید د زور له لارې حل نه شي او ټولو هېوادونو ته یې د نظامي اقدام پر ضد خبرداری ورکړی.
زاخارووا ویلي چې ستونزې باید د متقابل تفاهم او مشروع حقوقو ته د درناوي له لارې حل شي، نه د جګړې له لارې، ځکه چې دا ډول اقدام به د سیمې ثبات ته جدي زیان ورسوي.

