د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د روسیې له خوا د اوکراین پر پلازمېنه کیف وروستیو بریدونو ته توند غبرګون وښود.
هغه په خپله ټولنیزه شبکه “تروتسوشال” کې لیکلي چې دغه بریدونه غیر ضروري او په ناسم وخت کې ترسره شوي دي.
ټرمپ ویلي: «زه د روسیې له بریدونو څخه خوشحال نه یم. دا بریدونه غیر ضروري او په ډېر بد وخت کې ترسره شول. ولادیمیر، بس کړه! هره اوونۍ ۵ زره سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکوي. راځئ چې د سولې تړون ته وروستۍ بڼه ورکړو!»
هغه د جګړې د دوام او انساني تلفاتو پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

